تاريخ او ټولنه

تاريخ

تاريخ او ټولنه

عن الكتاب

کتاب: تاریخ او ټولنه لیکوال: ډاکټر مبارک علي ژباړن: میر احمد یاد کتاب پېژندنه/ طارق لکڼوال تاریخ چمتو دی، موږ ته ډېر څه را زده کړي، ایا موږ چمتو یو؟ ډاکټر مبارک علي  لکه موږ چې وایو؛ مبارک علي د خلکو مؤرخ دی، دا خبره ځکه کوو چې د پرګنو او ولسونو حالات یې کښلي دي، د پاچایانو په ادلون او بدلون یې کار ندی لرلی، یوازې په دې بدلون کې یې د خلکو ژوند او اغېز ته پام کړی دی، په بېلا بېلو حاکمیتونو کې یې پر خلکو د حاکم حالت او فکر څیړلای او لیکلای دی. تاریخ او ټولنه کې یې هم په تاریخي پړاو کې د خلکو تر منځ پر موجوده پدیدو بحث کړی دی، پیل یې په مذهبي فرقه واریت کړی دی، په دوه انګلیسي اصطلاحاتو یې تفریق پذیر کړی، Communalism او Sectarainism. کمیونالیزم یعنې د مذهبونو ترمنځ د ټکر په مفهوم راوړل شوی او سکټارینیزم په یو مذهب کې دننه د فرقو ترمنځ د اختلاف او ټکر مسله یاده شوي ده. دواړه پدیدې یې د هند له مغولي پېر څخه راوروسته بیان کړي دي، په هند کې د اهل هنود او مسلمانانو پر تاریخي اړیکو یې نظر کړی دی، د هندیانو اکثریت  او د مسلمانانو د حاکمیت ټکی یې روښان کړی او تر اوسني پاکستانه رارسیدلی دی.  په پاکستان کې دننه مذهبي لږکیو حالات یې انځور کړي دي، او دا یې ثابته کړي ده چې مبارک علي د اکثریت او حاکمیت مؤرخ او لیکوال نا بلکې د انسانیت او ولس لیکوال دی. د هند د ویش پر موقع یې د بیلتون لپاره جوړ شوي دلایل لیکلي، پر خپلو ادعاوو یې رد او نامعقول بللي او خپل رایه یې د سیکولر او یو موټي هند پر خوا کارولي ده. د کتاب په منځ کې یې د ولسي مقاومت او حاکمانو ته په غږ رسونه یې یو څو عنوانه لیکل کړي دي، همدلته پر بایکاټ، هړتال، دهرنه، لاریون،کمپاین، لاسلیک کمپاین غږیدلای دی او د زیاتو یادو چارو ریښه یې له اروپایي او انګلیسي صنعتي دورو څخه را ایستلي ده. کتاب تر شلو پورې نور عنوانه هم لري چې جمهوریت، فساد ،مساوات،دسیسه پکښې د یادونې وړ بولم، چې د فهرست انځورونه به یې په کمینټ کې ووګورۍ.