عن الكتاب
دا کتاب (فلسفه د ځوانانو لپاره) مو په pdf کې تاسو سره شريک کړي ماتریالیزم او ایډیالیزم : پوښتنې ته ځواب د ايډياليستي له ليد څخه. پوښتنې ته ځواب د ماترياليستي له ليد څخه . آسمان وریخ و او ډیر نیز باران وریده د علومو ښوونکي يو زده کوونکي ته غږ وکړ او له هغه یې وپوښتل: «ووايه ولي باران وریږي؟» 1)ﺯده کوونکي وویل ځکه باران بزګرانو لپاره ښه ده او که باران و نه وريږي نو وچکالي راځي؛ له همدې کبله "خدای عادل" او "مهربانه" ده وریځو ته امر کوي چې باران ووريږي. ښوونکي زده کوونکي ته سر وخوځاوه او ورته يې وویل چې کینه او بیا یې 2) بل زده کوونکي ته غږ وکړ او له هغه یې وپوښتل کولای شی ووایی چې باران ولی ورېږي؟» زده کوونکي ځواب ورکړ په اوړي کې کله چې ګرم لمر د سیندونو او سمندرونو پر اوبو لګيږي، د سيندونو او سمندرونو یو اندازه او به به بخار بدليږي؛ دغه بخارونه چې سپک دي د آسمان په لور ځي او وريځ ورڅخه جوړيږي دا وریخی په یوځای نه پاتی كېږي او شمال هغه يوخوا او بل خوا وړي په پای کې کله چې په ژمي کې هوا يخهشي، بياخلي هغوي د (بخار) له حالت څخه په مایع (اوبو) بدلېږي او د باران په بڼه ځمکې ته راښکته کېږي. خو که چېرې هلته پاس هوا ډیره یخه وي، د باران پرځای واوره او کلی ورېږي. ددې لپاره چی موضوع نوره هم روښانه شي دلته آزمایست ترسره کوو. لږ اوبو ته حرارت ورکوو ترڅو په بخار بدلې شي، اوس که دا بخارد کومې وسیلې په واسطه و کولای شو یخ کړو، بخار په اوبو بدليږي. ښوونکي زده کوونکي ته اشاره وکړه چې کيني او بيا یې هغه لومړي زده کوونکي ته غږ وکړ پلار دې څه کار کوي؟» زده کوونکي ځواب ورکړ «کارگر»ښوونکي وپوښتل: په دې شپېتو افغانيو ستاسو ژوند ښه پر مخ ځي؟» زده کوونکي ځواب ورکړ: «نه، له دې پېسو هم باید د کور کرايه ورکړو او هم خپل نس مور کړو زمونږ ژوند ډیر خراب ده. ښوونکي وپوښتل: ولی مو ژوند باید دومره خراب وي په داسې حال کې چې پلار دې دومره زيار باسي؟ د هغه د لاس زيار چيرته ځي؟ زده کوونکي ځواب ورکړ: دا د خدای کار ده چې د یو شمیر خلکو ژوند خراب ده او د يو شمیر خلکو ښه ده. هر څه چې خدا وغواړي، هماغه كيږي. ښوونکي وویل: «نه داسې نه ده.» زده کوونکي وویل ښه کیدای شي زما پلار بې پروا وي او خپلې پیسې نشي سپمولي.» ښوونکي وويل: «نه دا هم سمه نده.» د ښوونکي په اشاره زده کوونکی بیرته په خپل ځای کیناست. ښوونکي دويم زده کوونکي ته غږ وکړ او هماغه پوښتنې يې ورڅخه وکړی دویم زده کوونکي ځواب ورکړ تر هغی چی د تولید وسایل یعنی سترې صنعتي كارخونې د پانګوالو په لاس کې دي، د نړی ټول کارګران اړ دي چې د خپل نس مړولو لپاره باید د خپلو مټو خواک په کمه بیه وپلوري پانګوال هغوي په بی رحمی سره زبيښي، یعنی که کارگران د ورځې اته ساعته کار وکړي، پانګوال هغوي ته يواځې د دوه ساعتو باړه ورکوي او د کارگرانو شپږ ساعته کار غلا کوي. همدا لامل ده چې ټول کارگران بیوزله او تش لاسي دي؛ ځکه پانګوال هغوی ته دومره پیسې ورکوي چې ډوډی و خوري او ونه مري تر څو بیا د خپلو مټو ځواک وپلوري. ښوونکي وپوښتل: آیا د کارګرانو ژغورلو لپاره کومه لاره شته؟» زده کوونکی ځواب ورکړ: د کارګرانو او نړی ټولو زیار کښانو د ژغورلو یواخنی لاره د پانګوالی سیستم له منځه وړل دي. ښوونکي وویل: ډير ښه؛ مهرباني وکړه کینه.» وروسته یې زده کونکو ته وویل: لکه څرنګه مو چې ولیدل ما څو پوښتنې له دوه زده کونکو وپوښتلی او هر یو په خپله طریقه خواب راکړ ګرانو ځوانانو د هرې پوښتنې ځواب په دوه ډولو ورکولای شو. پوښتنې ته ځواب د ايډياليستي له ليد څخه. پوښتنې ته ځواب د ماترياليستي له ليد څخه . نو هرې پوښتنې ته کولای شو هم ايدياليستي ځواب ورکړو او هم ماترياليستي خواب هغه څه چې روښانه دي هغه داده چې پوښتونو ته ايډياليستي ځواب په هیڅ وجه علمی اړخ نه لري له همدې کبله د علم له پرمختګ سره ایدیالیزم وژونکی ضربه خوري. خو ماتریالیزم د علم پر ستنو ولاړ ده او ورځ تر بلې وده او تکامل کوي. د لومړي زده کوونکي ځواب دې پوښتنو ته چې ولې باران وریږي يا پلار دې چې يو کارگر ده ژوند بی ولی خراب ده ایډياليستي او غير علمي و. خو دویم زده کوونکي دغو پوښتنو ته د ماترياليستي او علمي ليد څخه ځواب ورکړ۔