عن الكتاب
*د خوښۍ خـــــــــبر* د افغانستان د اسلامي امارت له طرفه وټولو دیني علماوو ته یوه ځانګړې ډالۍ وړاندي کیږي، دا کتاب (مجموعة الفتاوی للمجالس الفقهیه) د محاکمو عالي ادارې رئیس مفکر اسلام مجاهد کبیر مشهور اوجید استاذ قاضي القضات محترم شیخ الحدیث حضرت مولنا عبدالحکیم حقاني صاحب (حفظه الله) په سرپرستۍ کي د هیواد جیدو علماوو کرامو په ګډه تیار کړی دی. او په ورستیو کي یې د افغانستان اسلامی امارت د زعیم فضیلة الشیخ امیرالمؤمنین شیخ الحدیث حضرت مولانا هیبت الله اخوندزاده (حفظه الله) هم خوښ کړی او تقریظ یې پر کړی دی. هر عالم کولای سي چي د خپل ولسوالۍ د دعوت او ارشاد کمیسیون له لاري یې ترلاسه کړي. په درناوي👇👇