فكر وفلسفةد تاریخ ننداره
التصنيففكر وفلسفة
کتاب: د تاریخ ننداره لیکوال: مبارک علي ژباړن: استاد اسدالله غضنفر د تاریخ ننداره تر عنوان لاندې د مبارک علي د خپروو شویو مقالو یو مجموعه چې استاد اسدالله غضنفر پښتو ته ژباړلي او د کتاب په بڼه تر چاپه رسیدلي دي، درپېژنو. ددې کتاب مقالې د تاریخ په ځینو ناویلیو کردارونو او دودونو راڅرڅرخي، څو عنوانه مقالې د جرم، سزا اود عدالت په تاریخي سیر باندې لیکل شوي دي، په لومړیو کې د ټولنې څخه د شړل شویو او تبعید شویو خلکو په تاریخ غږیږي، په دې ډله کې هغوی شامل وو چې فکرونو یې په ټولنه کې د منل شویو دودونو او روایاتو سره په ټکر کې وو ، سیاسي سرکښان به سمدستي په سزا رسیدل یابه زندان ته لیږل کېدل او یا به تبعید کېدل چې د د هغوی واک ته صدمه ونه رسوي. باغیان او مفروران چې د حکومتونو د ظلم له امله یې د حکومتونو په وړاندې جنګي مبارزه کوله، روشنفکران او حتی جذامیان هم تبعید کېدل چې جذام او ورته ناروغی به کلیسا د روح ناروغی ګڼلې او ناروغان له ټولنې په تجرید مکلفیدل. د سزا نور ډولونه لکه اعدام، زندان او د سزا ځینې نور ځانګړي ډولونه لکه مجرم د فیل تر پښو لاندې کول هم تر بحث لاندې راغلي دي، د هرې یوې سزا ځانګړنې او تاریخي جغرافیې او کلتور ته یې کتنه شوي ده. د اعدام په اړه وایي چې اشرافو د سر په غوڅونه کې شرف او په دار کېدل یې بې عزتي ګڼله او بله دا چې ښځې یې نه په دار کولې ، دهغوی ساه یې وربندوله او وبه وژل شوې. ددې کناب یوه مقاله د چنګیزخان په اړه ده چې څنګه منګولي مؤرخینو او مغولي واکمنیو بیرحمه، وژونکی، د کتابتونونو او ماڼیو وروانوونکی چنګیزخان په یو ارام، اتل او د مغولو لپاره په یو خدای ګوټي او لارښود بدل کړ په کتاب کې په ځینو خورا نادرو موضوعاتو هم لیکل شوي دي چې ممکن مبارک علي یو له کمو هغو مؤرخینو څخه وي چې تر بحث لاندې یې راوستي دي، لکه د په لرغونو زمانو کې د قبرونو د لوحو دود یا میلمستیاوې چې څه ډول، په کوم اساس او په کومو کومو سیمو کې څه ډول ترسره کېدلې. ددې مقالو تر منځه یوه مقاله د اروپا لنډ تاریخ او د لویدیځ تمدن ته ځانګړي شوي ده، چې پکښې ددې تمدن د عروج او زوال لاملونه او ډول بیانوي. د کتاب یوه تر ټولو مهمه موضوع چې ما ورڅخه ډېر څه زده کړل او خوندوره وه هغه د تاریخ او مذهب او بله د مذهب او زور په نوم عنوانونه وو، چې را زده یې کړل; مذهب هغه وخت په سیاست غلبه کوي کله چې حکومتونه او موسسې کمزوري او په فساد ککړې شي، مذهبي طبقې خلکو ته وعدې ورکوي، د روان وضعیت د تغیر هیله ورکوي او بله اخره ریاستونه د مذهبي خلکو په لاسونه کې لویږي او افراطي فکرونه د ټولنې په راس کې کرار نیسي خو کله چې حکومت او واک په کامل ډول د سیاسي اکثریت په لاسونو کې وغورځي نو مذهب د سیاست د یو خدمتګار حیثیت خپلوي او له سیاسي ادرسه رهبري کېږي. په کتاب کې ځینې نور واړه او لوی موضوعات هم راټول شوي دي چې هر یو یې په خپل ځای ښه سبقونه لري او د فکر وړ دي او باید یادونه وکړو چې کتاب ښاغلي امین سلطاني په غږیزه بڼه هم ثبت او ښکلی کړی دی چې دده پر یوټیوب چینل یې اوریدلی شی.